په پکتیکا کې د نشه يي‌توکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیکا امنیتي مسئولین وايي چې له څلورو میاشتو راهیسې یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره لوی او واړه عملیات کړي دي.
د پکتیکا امنیتي مسئولین وايي چې له څلورو میاشتو راهیسې یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره لوی او واړه عملیات کړي دي.

د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وايي چې په خوشامند، ارګون، ښرنه، وازیخوا او یو شمېر نورو ولسوالیو کې یې زرګونه جریبه ځمکه له چرسو او کوکنارو پاکه کړې ده.

ښاغلی ارین زیاتوي " د پکتیکا پولیسو په دې وروستیوکې ۱۹ تنه قاچاقبران او نږدې یو ټن پاخه چرس هم نیولي دي."

د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په لار کې خلک د پولیسو ملاتړي دي چې د نشه يي‌توکو د له منځه وړلو لپاره خورا مهمه ده.