له سګرېټو تر پوډرو، د یوه معتاد کیسه

Your browser doesn’t support HTML5

په نشه يي توکو معتاد نیاز محمد چې دا مهال د پکتیکا په ارګون کې تر درملنه لاندې دی وايي په پېل کې یې وړې نشې کولې چې وروسته یې آن شیشې او پوډرو ته لاس واچوی.
په نشه يي توکو معتاد نیاز محمد چې دا مهال د پکتیکا په ارګون کې تر درملنه لاندې دی وايي په پېل کې یې وړې نشې کولې چې وروسته یې آن شیشې او پوډرو ته لاس واچوی.

هغه وايي، کلونه وړاندې یې د موټرسایکلو مستري توب کاوه او ښه ګوزاره یې کېدله، خو کله چې معتاد شو نو هر څه یې له لاسه ورکړل او اوس په ډېر بد اقتصادي حالت کې ژوند کوي.

نیاز محمد وايي " په پېل کې مې سګرېټ څکول، بیا نصوار شول، وروسته مې چرس او تریاک شروع کړل چې وروسته کیسه آن تر شیشې او پوډرو ورسېده".

هغه وايي نشو د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو کار او خوږ ژوند ورڅخه واخیست، خو غواړي بېرته هر څه له سره پیل کړي.

نیاز محمد هوډ لري چې تر درملنې وروسته بېرته کار پېل کړي او عادي ژوند ته وګرځي، هغه وايي څه چې شوي هغه نه شي راګرځېدای، خو نه غواړي چې راتلونکی یې هم خراب شي.