د پکتیکا یو زده کوونکی څنګه په نشو اخته شو؟

Your browser doesn’t support HTML5

د پکتیکا د جاني خېل ولسوالۍ عبدالقیوم په لسم ټولګي و، چې ملګرو یې د ارام ګولیو خوړلو ته وهڅاوه او وروسته یې د تریاکو څکولو او نورو نشو ته مخه کړه.
د پکتیکا د جاني خېل ولسوالۍ عبدالقیوم په لسم ټولګي و، چې ملګرو یې د ارام ګولیو خوړلو ته وهڅاوه او وروسته یې د تریاکو څکولو او نورو نشو ته مخه کړه.

عبدالقیوم چې دا مهال د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د معتادینو د درملنې په روغتون کې تر درملنه لاندې دی وايي چې کله په نشو اخته شو نو زده کړې هم ترې پاتې شولې.

هغه وايي " کار او روزګار راڅخه پاته شول، کورنۍ او ورونه مې ټول رانه خپه شول".

عبدالقیوم وایي چې اوس چې اوس یې روغتیا ښه ده، او بیا به هیڅکله نشو ته مخه نه کړي.