هغه ځوان چې د اعتیاد له امله واده نه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د غزني اوسېدونکی امان الله چې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې نشه يي توکي کاروي وايي ځکه واده نه کوي چې نه غواړي د یو بل چا ژوند هم خراب کړي.

د غزني اوسېدونکی امان الله چې له شاوخوا لسو کلونو راهیسې نشه يي توکي کاروي وايي ځکه واده نه کوي چې نه غواړي د یو بل چا ژوند هم خراب کړي.

هغه وايي کله چې په نشو نه وو اخته شوی، دا یې هیله وه چې یوه ورځ په خوښۍ سره واده وکړي خو په نشو اخته کېدو یې دا ارمان ور خاوري کړ.

امان الله وايي "د انډیوالانو له لاسه زه په دې عمل اخته شوم، زه نه پوهېدم چې زه به بیا داسې ګیرېږم، داسې تکلیف به وي، زه به یې بیا نه شم پرېښودلای او کور او ژوند به راڅخه پاته کېږي. ښه بدن مې وه د بنايي کار مې کاوه ۲۵ کاریګر راسره وو خو چې په دې نشو اخته شوم ټول راڅخه پاته شول په بازار کې له شرمه ګرځېدلی نشم. ښځه نه لرم واده مې نه دی کړی او د همدې عمل له لاسه مې نه دی کړی".

دغه څلوېښت کلن معتاد چې تر ده کشرانو ورونو یې ودونه کړي وايي هوډ یې کړی چې له نشو لاس واخلي او بېرته عادي ژوند ته وګرځي.