غزني: د پولیسو له ناسم چلند څخه د معتادینو شکایت

Your browser doesn’t support HTML5

په غزني کې یو شمېر معتادین پر پولیسو تور لګوي چې ناسم چلند ورسره کوي او ځینې یې آن له دوی څخه پیسې اخلي.

په غزني کې یو شمېر معتادین پر پولیسو تور لګوي چې ناسم چلند ورسره کوي او ځینې یې آن له دوی څخه پیسې اخلي.

دغه معتادین همدارنګه ادعا کوي هغه کسان چې پر دوی پوډر او نور نشه يي توکي پلوري له پولیسو سره لار لري او په ازاد ډول خپل کاروبار کوي.

په نشو روږدی محمد نعیم وايي که پولیس په رښتیني ډول په دغه ښار کې د نشه يي توکو د کاروبار مخه ونیسي نو دا به له دوی سره هم د نشو په پرېښودو کې مرسته وکړي.

خو چارواکي وايي د پولیسو په لیکو کې داسې چاته اجازه نه ورکوي چې له خپلې دندې ناسمه ګټه پورته کړي.

دوی وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزه د دوی په لومړیتوبونو کې راځي او په دې برخه کې یې جدي ګامونه پورته کړي دي.