د معتادینو رواني درملنه

Your browser doesn’t support HTML5

ډاکټران وايي د معتادینو د رغېدو لپاره رواني درملنه ډېره مهمه ده او کولای شي چې له هغوی سره مرسته وکړي چې پر ځان باور پیدا او د درملنې پروسه یې ګړندۍ شي.

ډاکټران وايي د معتادینو د رغېدو لپاره رواني درملنه ډېره مهمه ده او کولای شي چې له هغوی سره مرسته وکړي چې پر ځان باور پیدا او د درملنې پروسه یې ګړندۍ شي.

د کابل د جنګلک په زر بستریز روغتون کې ډاکټر شاپور سیدخیلي چې نږدې هره ورځ په دغه روغتون کې تر درملنه لاندې معتادینو سره کار کوي وايي چې د هغوی د جسمي روغتیا تر څنګ باید د روان روغتیا ته هم پام وشي.

هغه وايي "نن مو د نشه يي توکو په اړه یوه غونډه درلوده، او هغه مرحلې چې یو څوک د روږدي کیدو په لور بیایي، او څو مرحلې چې یو شخص د مخدره توکو کارولو پر لور بیایي، بیا رسیږي د روږدېدو مرحلې ته، نن مو خپلو مراجعینو او هغه مریضان ته چې زموږ سره بستر دي عامه پوهاوی ورکړ".

د رواني درملنې متخصصین وايي چې له رواني اړخه د معتادینو هڅول له دوی سره مرسته کوي چې مثبت فکرونه خپل کړي او تر درملنې وروسته په ټولنه کې خپل ځای پیدا کړي.