پولیسو تېرکال د مخدراتو د قاچاق په تړاو ۳۷۵۹ کسان نیولي

Your browser doesn’t support HTML5

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړو پولیسو د مخدراتو د قاچاق د مخنیوي لپاره څه د پاسه درې زره لوی او کوچني عملیات ترسره کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړو پولیسو د مخدراتو د قاچاق د مخنیوي لپاره څه د پاسه درې زره لوی او کوچني عملیات ترسره کړي دي.

د دې وزارت مرستیال ویاند سید حامد روشن امریکا غږ ته وویل چې په دغو عملیاتو کې یې کابو ۳۷۶۰ شکمن کسان نیولي دي.

هغه وايي "د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت په ۱۳۹۹ کال کې په مجموعي ډول ۳۱۷۴ عملیات ترسره کړي دي، چې په کې ۳۷۵۹ شکمن کسان نیول شوي دي".

د ښاغلي روشن په وینا په پولیسو په دغو عملیاتو کې ۵۲۱ ټنه بېلابېل ډوله نشه‌يي مواد هم نیولي دي.