غزني: د یو معلول معتاد له کړاوونو ډک ژوند

Your browser doesn’t support HTML5

عطامحمد چې په ایران کې یې د مزدورۍ پر مهال یې د دواړو لاسونو ګوتې په ماشین کې غوڅې شوې له کلونو راهیسې په نشو اخته دی.

عطامحمد چې په ایران کې یې د مزدورۍ پر مهال یې د دواړو لاسونو ګوتې په ماشین کې غوڅې شوې له کلونو راهیسې په نشو اخته دی.

د غزني دغه اوسېدونکی وایي چې شاوخوا لس کاله وړاندې طالبانو ووهی چې له امله یې د ملا دردونه ورته پیدا شول.

هغه وايي "د کرزي په وخت کې زه طالبانو ووهلم او ۲۰ ورځې یې بندي کړی وم، له خلاصېدو وروسته یو کال زه په ځای کې پروت وم او ملا مې درد کاوه، خلکو تریاک راکړل چې دا وخوره چې درد دي ارام شي نو بس په دې ډول زه معتاد شوم".

عطامحمد وايي د مرستې لپاره د معلولینو ادارې ته هم تللی خو تر اوسه هیچا مرسته نه ده ورسره کړې.

دغه معلول معتاد تمه لري چې مرسته ورسره وشي تر څو خپله درملنه وکړي او بېرته عادي ژوند ته وګرځي.