ولسمشر غني: له نشه‌يي توکو سره مقابله "کلکه نړیواله" همکاري غواړي

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نشه‌يي توکي د دغه هېواد لپاره درېیم ستر ګواښ بولي او پر ضد یې د مبارزې په برخه کې پر نړیوالې همکارۍ ټینګار کوي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نشه‌يي توکي د دغه هېواد لپاره درېیم ستر ګواښ بولي او پر ضد یې د مبارزې په برخه کې پر نړیوالې همکارۍ ټینګار کوي.

ښاغلی غني وايي چې نشه‌يي توکو نه یوازې د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته یې هم زیانونه اړولي دي.

ولسمشر وايي "درېیم خطر د جرمي شبکو دی، نن د مخدره مواد تولید له هېرویینو څخه مصنوعي مخدره موادو ته وده کړې، نن نه یوازې زموږ میلیونونه بچیان په دې غم اخته شوي دي بلکې په منطقه او نړۍ کې داسې کور او مور نشته چې له دې غم څخه بې‌غمه واوسي. د دې خطر سره مقابله ملي، منطقه‌يي او کلکه بین‌المللي همکاري غواړي".

ښاغلی غني وايي چې په دې برخه کې د هغو هېوادونو جدي همکاریو ته اړتیا ده چې نشه‌يي توکو مصرفوونکي دي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې له نشه‌يي توکو سره پر کلکې نړیوالې همکارۍ ټینګار کوي چې لا هم افغانستان د نشه‌يي توکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی.

د رسمي شمېرو پر اساس په افغانستان کې هرکال د نړۍ تر اتیا فیصده اپین تولیدېږي.