محمد باقر: مېلمه تریاک راوړي ول، ما هم ورسره وڅکول

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل اوسېدونکی محمد باقر ایران ته د کار لپاره تللی وو، خو هلته په نشه يي توکو اخته شو چې اوس یې ژوند له ډېرو کړاوونو سره مخ دی.

د کابل اوسېدونکی محمد باقر ایران ته د کار لپاره تللی وو، خو هلته په نشه يي توکو اخته شو چې اوس یې ژوند له ډېرو کړاوونو سره مخ دی.

هغه چې اوس د کابل ښار پر واټونو لیني موټرو ته سورلۍ پیدا کوي وايي چې یوه ورځ یې کوټې ته یو مېلمه راغلی وو، او له ځان سره یې تریاک راوړي ول، چې ده هم ورسره وڅکول.

هغه وايي "په ټولو مو وڅکول، یو څه وخت به راتلی، تریاک به یې راوړل، په ګډه مو څکول، کله چې بیا نه رانغی، موږ ټول عملي شوي وو، تریاک مو څکول، وروسته مو پوډرو ته مخه کړه، اوس پوډر څکوم".

محمد باقر وايي د شپې تېرولو سرپنا نه لري، کله یو ځای کله بل ځای وي، وايي موټرو ته د سورلیو پیدا کولو په بدل کې چې څه ګټه کوي، هغه هم په پوډرو لګوي.