محمد حسین: ۳۰ کاله مې په اعتیاد کې تېر کړل، نور یې پرېږدم

Your browser doesn’t support HTML5

سید محمد حسین چې شاوخوا ۴۵ کلن دی، وايي تنکی ځوان وو چې په نشه‌يي توکو اخته شو او د خپل ژوند ۳۰ کاله یې په اعتیاد کې تېر کړل.

سید محمد حسین چې شاوخوا ۴۵ کلن دی، وايي تنکی ځوان وو چې په نشه‌يي توکو اخته شو او د خپل ژوند ۳۰ کاله یې په اعتیاد کې تېر کړل.

هغه چې اوس د کابل د دارالامان د معتادینو د درملنې په ۴۰ بستریز مرکز کې بستر دی وايي ټوله هڅه یې دا ده چې بیرته له مخدره موادو څخه پاک ژوند وکړي.

محمد حسین وايي "په دې مرکز کې مې د بسترېدو هدف دا دی چې روغ شم او بیرته هغه حالت ته وګرځم چې له مخدره موادو څخه مې پاک ژوند درلود".

هغه وايي د دې لپاره چې ارامتیا ترلاسه کړي په ځوانۍ کې یې مخدره موادو ته مخه کړه، خو د وخت په تېرېدو سره داسې یو پړاو ته ورسېد چې هم یې جسمي او هم یې رواني ارامتیا له لاسه ورکړه.

تر درملنه لاندې دغه معتاد د اپینو په څکولو نشې پیل کړې، بیا یې د اوو کلونو لپاره پرېښودل خو وروسته بیا ورباندې اخته شو او په دیرشو کلونو کې یې شیشه، هیرویين، چرس، ترامادول او نور نشه‌يي مواد وڅکل.

محمد حسین تصمیم لري چې له روغتون څخه له وتلو وروسته نوی ژوند پیل کړي او په ټول قوت سره خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي.