روزالدین: فکر مې نه کاوه چې داسې به معتاد کیږم

Your browser doesn’t support HTML5

د غزني اوسېدونکی روزالدین چې پخوا یې په قاچاقي ډول ایران ته کاریګر بېول، شاوخوا ۱۱ کاله کیږي چې نشه يي توکي کاروي.

د غزني اوسېدونکی روزالدین چې پخوا یې په قاچاقي ډول ایران ته کاریګر بېول، شاوخوا ۱۱ کاله کیږي چې نشه يي توکي کاروي.

هغه وايي چې د خلکو د اړولو پر مهال به یې شپې او ورځې په دښتونو کې له داسې خلکو سره تېرولې چې تریاک او نور نشه يي توکي به یې څکول.

دغه ۴۵ کلن معتاد وایي" زما نهه کسانو پر لاره ټکر وکړ او مړه شول هغو ۱۸۰ میلیونه تومن تاواني کړم هېڅ هم نه شول راپاته، نور هغه قاچاقبري هم راڅخه پاته شوه او یو څه نور هم قرضداره شوم له قرضدارانو څخه به پټ ګرځېدم او له ملګرو سره به مې نشه وکړه نو په دې ډول زه معتاد شوم".

روزالدین وايي پخوا یې کار جوړ او ژوند ښه روان وو، خو وروسته له هغه چې په نشو اخته شوی دی، د ژوند ټولې خوښۍ یې له لاسه ورکړي دي.

په غزني کې ډېری هغه معتادینو چې په ایران کې د کډوالۍ پر مهال په نشو اخته شوي دي د اوسېدو دېرې جوړې کړي دي.

د دغه ښار اوسېدونکي له دولت څخه غواړي چې د معتادینو د درملنې غم وخوري او د دوی د شمېر د زیاتوالي مخنیوی وکړي.