افغانستان کې د معتادینو تعویضي درملنه پېل شوه

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل د بپرینورفین (Buprenorphine) درملو په کارولو سره د معتادینو تعویضي درملنه پېل کړه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل د بپرینورفین (Buprenorphine) درملو په کارولو سره د معتادینو تعویضي درملنه پېل کړه.

د دغه وزارت سرپرست وحید مجروح وايي چې په نړۍ کې یو شمېر هېوادونه له پخوا د معتادینو د درملنې لپاره له بپرینورفین څخه استفاده کوي خو دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې له دغو درملو څخه په استفادې د معتادینو درملنه پیلېږي.

ښاغلی مجروح وايي "دا یوه له بریالیو تجربو څخه ده چې په افغانستان کې په اول ځل پېل شوې، دا د دې ترڅنګ چې زموږ د بې‌سرپناه معتادینو لپاره د حل یوه ښه لاره ده، روغتیا وزارت سره دا مرسته هم کوي چې زموږ د خدماتو کچه تر دې زیاته شي".

د روغتیا وزارت تېره ورځ په کابل کې د ابن سینا په ۱۰۰۰ بستریز مرکز کې د معتادینو د تعویضي درملنې لپاره د بپرینورفین د کارولو یوه څانګه هم پرانیستله.

دا هغه درمل دي چې په طبابت کې هم ترې د وجود د دردونو د له منځه وړلو لپاره کار اخیستل کېږي او په مارکیټ کې د ګولۍ،څاڅکي، پیچکارۍ او د وجود په غړو باندې د نښلېدونکو کڅوړو په ډولونو کې پلورل کېږي.