ناسا د سپوږمۍ مدار ته د څلورو ستورمزلو د لېږدولو لپاره چمتوالی نیسي

د امریکا د فضايي څېرنو اداره (ناسا) وايي چې پلان لري خپل ارټمېیس ۲ فضايي راکټ د جمعې تر ورځې مخکې د توغولو ځای ته ولیږدوي ځکه چې د اپریل په لومړیو کې یې د توغولو هوډ لري.

د ارټېمس ۲ ماموریت پلان لري چې د ۵۰ کلونو څخه د زیاتې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره د څلورو ستورمزلو یوه ډله د سپوږمۍ په مدار کې وګرځوي او بېرته یي ځمکې ته راښکته کړي.

ګڼو تخنیکي ستونزو د توغولو بهیر ځنډولی دی.

تازه ستونزه یو نیمګړی برېښنایي تار و چې بدلولو ته یې اړتیا وه.

ناسا د اپریل له لومړۍ څخه تر ۶مې او د اپریل ۳۰مه د توغولو احتمالي نېټو په توګه په ښودلې دي.

د ارټېمس۲ ماموریت به ستورمزلي د نوي سپېس توغولو سیسټم راکټ او اورین فضايي بېړۍ په کارولو سره فضا ته ولېږدوي. دغو سیسټمونو په ۲۰۲۲ کال کې له عملې پرته په بریالیتوب یوه الوتنه وکړه.

د دې ماموریت قومانده به د ناسا د ستورمزلي ریډ وایزمن په غاړه وي او بل همکار يي ویکتور ګلوور به یې پیلوټ وي. د ناسا نه کریسټینا کوک او د کاناډا د فضايي ادارې ستورمزلی جیرمي هینسن به د ماموریت د متخصصینو په توګه دنده ترسره کړي.