له ۵۰ کلونو وروسته سپوږمۍ ته ستنېدل: د ارتیمیس ۲ ماموریت بریالی پیل شو

د فلورېډا ایالت په کینیډي فضايي مرکز کې د ارټیمیس ۲ د توغولو شېبه، د ۲۰۲۶ کال د اپریل لومړۍ نېټه

د امریکا فضایي ادارې (ناسا) د چارشنبې په ورځ (اپریل۱) په بریالیتوب سره د ارتیمیس ۲ ماموریت پیل کړ. په دغه ماموریت کې څلور ستورمزلي د سپوږمۍ په لور واستول شول ترڅو له نیمې پېړۍ وروسته یو ځل بیا د سپوږمۍ لور ته د انسانانو د ستنېدو لاره هواره کړي.
په دې تاریخي سفر کې امریکایي ستورمزلي ریډ ویزمن، ویکتور ګلوور او کریسټینا کوچ د کاناډایي ستورمزلي جیرمي هینسن سره ملګري دي. تمه ده چې دا ماموریت شاوخوا ۱۰ ورځې دوام وکړي.


له دغه ماموریت څخه د ناسا اصلي موخه دا ده چې د خپل نوي توغندي سیستم او د اورین (Orion) بېړۍ وړتیا د ژورې فضا په سفرونو کې ثابته کړي، ترڅو په ۲۰۲۸ کال کې د سپوږمۍ پر مخ د انسانانو د کښته کېدو او هلته د یوې دایمي اډې جوړولو لپاره زمینه برابره شي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ارتیمیس د ماموریت پیل کیدو څخه وړاندې دغه ماموریت وستایلو او د ټروټ سوشل په ټولنیزې شبکې کې یې داسې ولیکل:”امریکا نن شپه په ۶:۲۴ بجو وروسته له ۵۰ کلونو څخه د لومړي ځل لپاره بېرته سپوږمۍ ته ځي. ارټیمیس ۲، چې تر اوسه د جوړو شویو تر ټولو ځواکمنو توغندیو له جملې څخه دی، زموږ زړور ستورمزلي د ژورې فضا هغو برخو ته لېږدوي چې تر اوسه هیڅ انسان نه دی تللی. موږ په فضا کې، پر ځمکه او د دوي ترمنځ په هر ځای کې ګټونکي یو. په اقتصادي، نظامي او اوس، تر ستورو هاخوا. “


د ارتیمیس ۲ د ماموریت مشرې چارلي بلک ویل د اورین بیړۍ د توغول کیدو پر مهال وویل چې دا ستورمزلي د امریکایي ولس او په نړۍ کې زمونږ د همکارانو زړوره روحیه او د نوي نسل هیلې له ځان سره لېږدوي.

ددغه ماموریت څخه وړاندې انسان په ۱۹۷۲ کال کې پر سپوږمۍ قدم ایښی و، خو دا ځل به ستورمزلي د ځمکې له سیارې څخه تر ټولو لرې نقطې ته سفر وکړي.