د آرتمیس۲  ستورمزلي ځمکې ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتو دي

د امریکا د فضايي ادارې ناسا د ارتمیس۲ ماموریت څلور ستورمزلي د سپوږمۍ شاوخوا ته له خپل تاریخي سفر وروسته د جمعې په ورځ (اپریل۱۰) ځمکې ته د بېرته ستنېدو په حال کې دي.

د اوریون فضايي بېړۍ چې درې امریکایان او یو کاناډایی په کې سپاره دي، د ناسا په وینا، ټاکل شوې چې د کالیفورنیا د جنوبي ساحل نه شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره لرې په ارام سمندر کې ښکته شي.

د دې ادارې مرستیال امیت کشتریا د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل: “عملې خپله دنده ترسره کړې ده، اوس زموږ وار دی چې خپله برخه ترسره کړو.”

دا لس ورځنی ماموریت،چې د سپوږمۍ شاوخوا الوتنه هم پکې شامله وه، ستورمزلو په کې د سپوږمۍ د مهمو جیولوژیکي ځانګړتیاو عکسونه واخیستل او خپلې مشاهدې یې په ځمکه کې د ناسا علمي ډلو سره شریکې کړې.

ستورمزلو همدارنګه سپوږمۍ ته در تولو لرې واټن ته د انسانو د سفر ریکارد جوړ کړ.

د ارتمیس ۲ ماموریت اصلي هدف د اوریون فضايي بېړۍ او نورو سیستمونو ازموینه وه، ځکه ناسا پلان لري چې تر ۲۰۲۸ کال پورې بیا انسانان د سپوږمۍ پر سطحه ښکته کړي.