د هوايي ځواک هواباز قلندر شاه یو اتل دی

Your browser doesn’t support HTML5

که څه هم افغان ځواکونه اوس هم ښه سمبالښت او تجهیزاتو ته اړتیا لري خو د هوايي ځواک هواباز قلندر شاه هغه څوک دی چې په دې وروستیو کې د ښو الوتونو په مټ یې نه یوازې د خپلو همکارانو توجه جلب کړې ده بلکې د افغانستان د ولسمشر پام یې هم ځان ته رااړولی دی. قلندر شاه اوسمهال د هوايي ځواک د ایم ډي ۵۰۰ جنګي الوتکو د کندک قوماندان دی.