طالبان: افغانستان کې څه باندې ۱۵ میلیون کسانو ته بریښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي

اوس مهال د بریښنايي پیژندپاڼو په مرکزونو کې د یوې پیژندپاڼې د اخیستلو بیه ۵۰۰ افغانۍ او د "اسان خدمت" د ادارې په مرکزونو کې ۷۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په افغانستان کې د بریښنايي پیژندپاڼو د ویشلو د بهیر له پیل څخه تراوسه څه باندې ۱۵ میلیون افغانانو برېښنايي پيژند پاڼې اخسیتي چې ۵.۹ میلیون یې ښځې دي.

دغې ادارې د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۳( مرغومې ۲۴) د ایکس پر پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: " په وېشل شویو بریښنايي پیژندپاڼو کې تر ټولو ډېرې، په کابل کې ۶ میلیون او نږدې ۲۲۵ زره، په هرات کې یو میلیون او څه ‌باندې ۶ زره، ننګرهار کې ۷۶۵ زره او ۲۵۶، بلخ کې څه‌ باندې ۶۷۸ زره او په کندهار کې نږدې ۵۲۶ زره او پاتې تذکرې په نورو ولایتونو کې وېشل شوې دي."

ددغې ادارې د معلوماتو له مخې ددغو ویشل شویو پیژندپاڼو نږدې ۹ میلیون یې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې ویشل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې اوس مهال د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د بریښنايي پیژندپاڼو او آسان خدمت د ۷۳ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم او په متحده عربي اماراتو کې د آسان خدمت یو مرکز فعال دي چې غوښتونکو ته اړوند خدمتونه وړاندې کوي.

د بریښنايي پیژندپاڼو د ویشلو بهیر چې د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د دویمې دورې پر مهال پیل شوی وو، په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د یو څه مودې ځنډ سره مخ شوی وو، خو طالبانو حکومت بیرته دا بهیر د یو څه ځنډ وروسته پیل کړی دی.

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس محمد اشرف غني او میرمن یې دوه لومړني افغانان وو چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې بریښناي پیژندپانې اخیستې وې او د هغې وروسته ددغو پیژندپاڼو دویشلو بهیر د پخواني پارلمان د یو شمیر غړو او یو شمیر سیاسي مشرانو د مخالفت سره سره پیل شوی وو.

اوس مهال د بریښنايي پیژندپاڼو په مرکزونو کې د یوې پیژندپاڼې د اخیستلو بیه ۵۰۰ افغانۍ او د "اسان خدمت" د ادارې په مرکزونو کې ۷۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

د بریښنايي پیژندپاڼو ځینې غوښتونکي وايي چې دوی ددې لپاره دا پیژندپاڼې اخلي چې د پيژند پاڼې پرته پاسپورټ نشي ترلاسه کولای.

په افغانستان کې بریښنايي پيژندپانو د ترلاسه کوونکو شمیر په داسې حال کې زیات شوی، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته له دغه هیواد څخه بهرته د تلوونکو افغانانو په شمیر کې په بې ساري ډول زیاتوالی راغلی دی.

د طالبانو د حکومت د پاسپورت عمومي ریاست د ۲۰۲۴ کالد اګست شپږم (زمري ۱۶) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي ووچې په تیر یو کال کې تر دوه میلیونو پورې کسانو نوي پاسپورټونه ترلاسه کړي دي.