ناټو په کوسوو کې د ۶ سوه برتانوي سرتیرو ځای پر ځای کولو سره خپل حضور لا قوي کړ

په کوسوو کې شاوخوا ۴۵۰۰ بهرني سرتیري د ناټو په چوکاټ کې د سوله ساتنې ماموریت کوي.

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو یکشنبه اکټوبر لومړۍ (تلې ۹) د سربستان پخواني ولایت کوسوو کې د خپلو ځواکونو د لا قوي کولو لپاره ۶ سوه برتانوي سرتیري دې سیمې کې ځای پر ځای کړل.

ناټو داسې مهال پدې سیمه کې خپل نظامي حضور ډیروي چې تیره اوونۍ هلته وسله والې شخړې وشوې.

ناټو په کوسوو کې د سوله ساتنې په ماموریت کې څه باندې څلور نیم زره سرتیري لري چې د بیلا بیلو هیوادونو ځواکونه پکې شامل دي.

ناټو ویلي نوي ځواکونه یې ځکه ځای پر ځای کړي چې د تازه پیدا شوې شخړې چاره وکړي او همدارنګه پرې نږدي چې یو ځل بیا هلته بغاوت پیل شي.

د ناټو ویاند ډایلان وایټ د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د برتانیې تر څنګ به ددې اتحاد د نورو غړیو هیوادونو سرتیري هم ژر دې سیمې ته واستول شي چې هلته د میشتو سرتیرو حضور پرې لا قوي شي.

ناټو دا پریکړه داسې مهال کوي چې د تیرې سپټمبر میاشتې په ۲۴ مې د کوسوو په پولیسو برید وشو او یو ځل بیا پدې سیمې کې د شخړو پیدا کیدو اندیښنې پیدا شوې.

خو تر دې وړاندې متحده ایالاتو هم اندیښنه ښودلې وه چې د کوسوو سرحد سره نږدې د سربستان پوځ خپل حضور ډیر کړی خو دا یې نه و ویلي چې آیا د نظامي حضور ډیروالی پدې معنی چې کوسوو ته کوم خطر شته که نه.


د ناټو ویاند همدارنګه ویلي چې د یکشنبې په ورځ یې یو ځل بیا د سربستان او کوسوو څخه غوښتي چې هر څومره ژر چې امکان لري، باید خبرې وکړي او ویلي یې دي چې د حل یوازینۍ لار همدا ده.
د کوسوو په شمال کې د تیرې یکشنبې په ورځ برید کې د پولیسو یو افسر ووژل شو. پدې سیمې کې سربیان اکثریت دي.

عیني شاهدان وایي چې پدې سیمې کې د وسله والو سربیانو او د کوسوو د پولیسو تر منځ شدیده جګړه وشوه.

دا پدې تیرو څو کالونو کې لومړی ځل یو چې یو ځل بیا پدې سیمې کې دومره جدي شخړه وشوه.

سربستان لدې څخه انکار کوي چې خپل دا پخوانی ولایت د یو خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژني.

د دې سیمې اکثریت اوسیدونکي البانیان دي. پدې سیمه کې څه باندې یوه لسیزه د کوسوو خپلواکۍ غوښتونکو چریکانو او د سربستان ځواکونو تر منځ خونړۍ جګړې وشو خو دا جګړې وروسته تر هغه پای ته ورسیده چې ناټو پرې هوایي بمبارۍ وکړلې.
د کوسوو زیات شمیر سربیايي الاصله اوسیدونکي ددغه هیواد له شمال څخه د کوسوو د پولیسو د وتلو غوښتنه کوي.

دا سیمه د اوږدې مودې راهیسې د سربیايي الاصله اوسیدونکو د مقاومت سره مخ ده. ددې سربیره ددغو ښارونو ښاروالان هم الباني نژاده دي، چې سربیایي اصله اوسیدونکي یې د خپلو واقعي استازو په توګه نه ګڼي.