د ناټو هیوادونو د دفاع وزیران په بروکسلز کې په هغي جنجالي موضوع خبري کوي چی د مخ په زیاتیدونکو ا فغان ځواکونو لگښتونه به څوک ورکوي، کله چي له ۲۰۱۴ کال ورسته د امنیت ساتلو مسولیت په غاړه واخلي.
د بریتاني ددفاع وزیر فیلپ همنډ نن د جمعي په ورځ وویل هغه دوې مهمي پوښتني چی راپورته سوي هغه دا چي په راتلونکي وختونو کي د ا فغان پوځ او د پولیسو شمیر باید څومره وي، او دغه لګښت نورهیوادنه څنګه باید په خپلو منځونوکي سره وویشي.
هامنډ وویل د ورستي پریکړي توقع په شیکاګو کې د ناټو هیوادنو د مې میاشتي تر غونډی پوری امکان نه لري.
ا فغانستان د نړۍ دغریبو هیوادنو څخه یو هیواد دی او د کال شپږ ملیارده ډالره لگښت چېی اټکل یی سویدی نه سی ورکولی. د ناټو هیوادنوبه ددی پیسو غټه برخه ورکوي.
خو خپله د ناټو په هیوادنو کی اقصادي کړکیچ او د بودیجي کمښت دا کار ګران کړی چی پیسي راغونډې کړي.