ناټو: د افغان عسکرو په وژلوکې سوه تفاهم شوی و

ناټو: د افغان عسکرو په وژلوکې سوه تفاهم شوی و

ناتو وایي چی د تیري سه شنبې په ورځ د افغانستان د شپږو حکومتي عسکرو د وژلو په پېښه کي سوه تفاهم او اشتباه راغلې وه.

چارواکو وویل چی په دې پېښه کي چی دغه شپږ افغان عسکر ووژل سول او یوبل عسکر زخمي سو، د هغې اصلي وجه دا وه چی د ناتو د عسکرو او د افغانستان د ملي اردو تر منځ په مخابرو کي تفاهم نه و موجود.

هغوی وویل چی د ناتو د گزمې د یوې هلیکوپتري عملې فکر وکړ چی دغه عسکر یاغیان وو چی د غزني په ولایت کی یې بمونه ښخول. نظامي قرارگاه په سیمه کی د افغان عسکرو د موقعیت په باب د غلطو اطلاعاتو په اساس د هلیکوپتري عملې ته د ډزو امر ورکړ.

ناتو ددغو عسکرو د وژلو له کبله معافي غوښتې ده.

افغان چارواکو ددغو عسکرو وژل غندلي او ویلي یې دي چی دا اول ځل نه دي چی نړیوالي قواوي افغان عسکر وژني.