ناټو افغانستان ته ۳۰۰۰ نور سرتېري استوي

د ناټو غړي هېوادونه په برسل کې ټول شوي دي

د ناټو سازمان چارواکي وايي پرېکړه یې کړې ده چې افغانستان ته به ۳۰۰۰ نور سرتېري استوي.

په دې اړه به د ناټو غړي هېوادونه د را روانې پنجشنبې په ورځ هم خبرې وکړې. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بیلجیم په پایتخت بروسل کې وویل چې افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر له ۱۳۰۰۰ څخه ۱۶۰۰۰ ته لوړ کړي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې نویو استول کېدونکو ځواکونو کې به نیمایي امریکايي او پاتې به یې د ناټو د نورو غړو هېوادونو وي.

د ناټو مشر وویل چې د نویو سرتېرو د استولو هدف په افغانستان کې د روان "بندبست" ختمول دي. دوې به افغان ځواکونو روزي، تجهیزوي او هغوې ته به سلا مشورې هم ورکوي.

د ناټو عمومي منشي وویل چې د افغانستان په هکله به د دغې ټولنې د دفاع وزیرانو د غونډې په دوهمه ورځ خبرې وشي. هغه وویل چې د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست جنرال طارق شاه بهرامي په ګډون به یو افغان پلاوی په دغه غونډه کې برخه واخلي.

د ڼاتو د دفاع وزیرانو غونډه د چهار شنبې په ورځ پیلیږي، په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د خبرو سربیره د ناټو په جوړښت او د شمالي کوریا په مسلو هم خبرې کیږي.

د ناټو عمومي منشي وویل، چې په افغانستان کې د ناټو قوماندان د خپل پاکستاني سیال سره او هم د ناټو چارواکي د پاکستاني چارواکو سره په منظم ډول غونډې کوي او دغه هیواد ته یې ویلي چې هیڅ هیواد باید د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته پناه ورنه کړي.

ناټو مشر پر شمشاد د داعش وسله والو برید هم وغنده.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې په کابل کې د شمشاد خصوصي تلویزیون په دفتر باندې برید نه یوازې په یوې ملکي ادارې باندې برید دی، بلکې پر پرانیستې ټولنې برید هم دی.

ینس سټولټنبرګ وویل، چې افغان ځواکونو د شمشماد پر تلویزیون باندې د برید په مهارولو کې خپله کاري وړتیا وښودله او دا برید یې پای ته ورسوه. هغه دا هم وویل چې په افغانستان کې وروستۍ اونۍ سختې وې.