د متحدو ایالتونو د جګړې وزارت د جمعې په ورځ (اګست اومه) د ناپېژانده الوتونکو څیزونو په اړه د غیر محرمو اسناد پنځمه بسته خپره کړه.
د اسنادو دا مجموعه ۴۱ فایلونه چې له شاهدانو سره د FBI اته مرکې او څه باندې دولس ویډیو ګانې او درې تصویرونه لري.
تر ټولو زړه ویډیو د ۱۹۵۳ کال او تر ټولو تازه ویډیو د روان میلادي کال ده. د ناپيژندل شویو الوتونکو څیزونو په اړه ددغو اسناد او راپورونو خپریدل د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر ترسره کیږي.
په دې اسناد کې د FBI په یوې مرکه چې د یوه پخواني پوځي پیلوټ راپور ثبتوي څرګندوي د ۲۰۰۲ کال د جون په یوه سهار شاوخوا ۴:۳۰ دقیقې د افغانستان په بګرام هوايي اډه باندې یو "چوپ مثلث شکله" څیز لیدل شوی دی.
د اف بي ای دغه استازي د یاد پیلوټ په قول لیکلي، ستوري "په بګرام باندې تورېدل"، کله چې یو متساوي الاضلاع مثلث چې شاوخوا ۵۰۰ فوټه اوږدوالی یې درلود، په یو ثابت سرعت کې له پاسه تېر شو، "احتمالاً ۱۷۲ مایله یې په ساعت کې " او هیڅ ښکاره رڼا یې نه درلوده.
د نه پيژندل شویو الوتونکو څیزونو په اړه د پنټاګون په دې بسته کې د FBI هغه راپور هم شامل دی چې د امریکا له خوا د دوو تورو څیزونو ثبت شوې ویډیو ښکاره کوي.
یوه دولتي ځانګړي مامور سږ کال د پرواز د یوې خدمې د راپور په اساس، د عمان د خلیج پر سر د کابو پنځه ویشتو (سړو کرو) او په ۱۹۵۳ کال کې د سمندري ځواکونو د یوه تحلیل له مخې د متحدو ایالتونو په غربي برخه کې داسې څیزونو د ویډیو د ثبت خبره کړې چې غیر "معمول سرعت او قدرت" یې درلود.
په تر ټولو تازه مورد کې د اف بي اي یو راپور دی چې د روان کال په ترځ کې د متحدو ایالتونو په لودیځ کې یوه پیښه بیانوي، کوم چې د امریکا د حکومت یوه ځانګړی مامور، د مخابرې د یوې فریکونسي ته د ځواب ورکولو پرمهال، په خپله لاس اله کې دوه تور شیان ولیدل.
راپور وایي چې دغه دوه شیان (تور- ګرم) و او په شاوخوا لسو دقیقو کې چې څارل کیدل، یو ځای روان وو.
په دې اسناد کې د یوه بل پیلوټ په قول لیکل شوي چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې چې د هغوی الوتکه له باسټن څخه دوبلن ته روانه وه او ۳۷ زره فیټه په فضا کې وه، پیلوټ داسې سپین رنګه وړانګې ولیدلې چې یو ځل به یې رڼا کمه او د لسو ثانیو تر یوې دقیقې پورې به یې رڼا بیرته زیاتیدله.
د پیلوټ په نقل ویل شوي دي چې دا وړانګې یې د شپې د دولسو بجو څخه بیا د سهار تر دریو بجو پورې تقریبا لس ځله ولیدلې.
د ۲۰۲۲ کال یو استخباراتي راپور، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د یوې بلې پيښې په اړه وایي چې د یوې AC-130 جنګي الوتکې عملي چې د عمان پر خلیج د انداخت تمرین کاوه، داسې کابوه پنځه ویشت غیر معمولي الوتکي شیان په خپل سکرین ولیدل چې سرعت یې په ساعت کې د ۲۵۰ تر ۱۳۰۰ مایله په ساعت کې وو.
د الوتکې عملې دا ناپيژانده شیان د (مانور په حال کې بریدګر) توکي بیان کړي دي او ویلي دي ظاهرا داسې ښکاریده چې دا څیزونه د الوتکې تسلیحاتو ته غبرګون ښکاره کوي. ددغو شیان هیڅ ویډیو ثبت شوې نده ځکه چې د الوتکې ویډیو ثبت کوونکې برخه فعاله نه وه.
همدارنګه د ۱۹۵۳ کال د مې په میاشتې په تاریخې سوابقو کې د سمندري ځواکونو د انځور اخیستنې د برخې د هغو تصاویرو او ویډیو ګانو ارزونه ده چې په ۱۹۵۰ کې په مونتانا او په ۱۹۵۲ کال کې په یوتا کې ثبت شوي دي.
په دې ویډیو ګانو کې داسې نا آشنا شیان لیدل شوي دي چې په ساعت کې ۲۴۵۳ مایله سرعت درلود چې د طبیعي شیانو او یا هم د هوایي چلند له ټکنالوژیو سره متفاوت بلل شوي دي.
په خپرو شویو اسناد کې د امریکا د مرکزي استخاباراتو د ادارې سي آی اې هغه اسناد هم دي چې په ۱۹۶۴ کال کې پورتو ریکو ته نږدې د سمندري ځواکونو پیلوټ داسې مساوي الاضلاع مثلث ویني چې د هغوی د الوتکې رادار دا شی چې سرعت یې په ساعت کې ۴۳۷۲ مایله په ساعت کې وو د ۲۱ دقیقو لپاره تعقیب کړ.