د امریکا د ملي سایبري چارو نوې ټاکل شوې سرپرستې مشرې، کرسټن ډېوېس، ژمنه کړې چې د دغه هېواد د سایبري امنیت د پیاوړتیا لپاره به هڅې وکړي.
نوموړې وايي، متحده ایالتونه باید خپله ډیجیټلي زېربنا عصري کړي، څو په ټکنالوژۍ کې خپل برلاسی وساتي.
میرمن ډېوېس، چې د امریکا د جګړې وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې مشره ده، د شان کېرنکراس ځای ناستې شوې ده. له دندې څخه د کېرنکراس د وتلو خبر هم تائید شوی دی.
ډېوېس د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۱۹) د اېکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي، امریکا د انالوګ، ډیجیټلي او کوانټم ټکنالوژیو د بدلون په څلورلارې کې ولاړه ده او د دغه هېواد د خلکو د ژوند چارې ورځ تر بلې له یو بل سره د ټکنالوژۍ له لارې نښلول کېږي.
هغې زیاته کړې، د امریکا لپاره دا یو فرصت دی چې د راتلونکو نسلونو لپاره د سایبري نړۍ مشري وکړي، خو دا کار یوازې هغه مهال شونی دی چې ډیجیټلي زېربناوې عصري او د احتمالي ستونزو پر وړاندې مقاومې کړي.
ډېوېس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سپینې ماڼۍ د سلاکار سټیفن میلر څخه د هغې پر ټاکنه د باور له امله مننه کړې ده.
د کېرنکراس دنده پای ته ورسېده
امریکا غږ د سپینې ماڼۍ څخه د کېرنکراس د دندې پرېښودو، د ډېوېس د ټاکنې او له وروستیو ټکنالوژیکي ګډوډیو سره د احتمالي تړاو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
کېرنکراس د پنجشنبې په شپه په یوې اعلامیې کې، چې د هغه د دندې پرېښودو ته د اشارې په توګه تعبیر شوې، ویلي چې د ټرمپ په اداره کې خدمت کول یې د ژوند تر ټولو لوی ویاړ و.
کېرنکراس، چې پخوا یې د جمهوري غوښتونکي ګوند په ملي کمېټه کې دنده ترسره کړې، تېر کال د سنا مجلس له تایید وروسته د امریکا د ملي سایبري چارو د مشر په توګه ټاکل شوی و.
د هغه دفتر د روان کال په مارچ کې د ملي سایبري امنیت ستراتیژي خپره کړې وه او د مصنوعي ځیرکتیا او سایبري امنیت په اړه یې د فدرالي حکومت د پالیسیو په همغږۍ کې هم ونډه لرله.
ډېوېس به په سرپرستۍ کې خپلې دندې ته دوام ورکړي، څو ټرمپ د دې څوکۍ لپاره دایمي نوماند معرفي کړي او د امریکا سنا مجلس یې تائید کړي.
په ټول هېواد کې د ټکنالوژۍ ګډوډۍ
د سایبري چارو په مشرتابه کې دا بدلون په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په تېره یوه اوونۍ کې د ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې پراخې ګډوډۍ رامنځته شوې دي.
په دغو پېښو کې د مایکروسافټ د اوټلوک په ایمیل کې نړیواله ګډوډي رامنځته شوه او په امریکا کې پروازونه وځنډول شو، چې له امله یې له ۱۸ زرو څخه زیاتې الوتنې اغېزمنې شوې.
د ټکنالوژۍ دغو ستونزو د یونایټډ ایرلاینز هوايي شرکت او د جيپي مورګن چېس په ګډون پر سترو بانکونو هم اغېز کړی دی.
د اپل د شرکت ځینې خدمتونه او د امریکا د ملي امنیت ادارې (NSA) محرمې داخلي شبکې د سهشنبې په ورځ له ګډوډۍ سره مخ شوې.
په همدې حال کې، فدرالي چارواکي د دغو تخنیکي ستونزو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکوي او د امریکا د مهمو زېربناوو د مقاومت وړتیا ارزوي.
چارواکو د پروازونو د ګډوډۍ لامل په ارکنساس ایالت کې په تاسیساتو کې له نوي نصب شوي روټر سره تړلی بولي، خو څېړونکي لا هم د تخنیکي ستونزې اصلي لامل څېړي.
د روانې اوونۍ په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ګډون د امریکا لوړپوړو چارواکو، د تېرې اوونۍ د ټکنالوژیکي ګډوډیو تر شا د همغږي شوي سایبري برید احتمال رد کړ او ویې ویل چې داسې شواهد نشته چې دغه پېښې له کوم دښمن یا بهرني حکومت سره وتړي.
د امریکا استخباراتي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، دغه ګډوډۍ جلا جلا پېښې وې چې د ساتنې او تخنیکي بدلونونو له امله رامنځته شوې وې او د همغږي شوي یا د کوم دولت له خوا د ملاتړ شوي سایبري برید هېڅ شواهد نه شته.
د میسوري ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور، جاش هالي، د سهشنبې په ورځ له حکومتي چارواکو وغوښتل چې د دغو پېښو په اړه د کانګرس غړو ته معلومات ورکړي، څو وکولای شي «امریکایانو ته ووایي چې دلته څه روان دي».