د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ یکشنبه جولای ۱۹ ویلي چې امریکایي ځواکونو د واشنګټن پر وخت د ماښام په اوو بجو د ایران پر ضد د هوایي بریدونو نوې لړۍ پیل کړې.
د سنټکام په اعلامیې کې چې د اکس په شبکې کې یې خپره کړې، راغلي چې دا بریدونه به د ایران نظامي وړتیاوو کمروزې کیدو ته ادامه ورکړي او هغوي به ونشي کړی چې د هرمز له تنګي څخه په تیریدونکو سوداګریزو کښتیو او ملکي عملې باندې بریدونه وکړي.
دا وروسته تر هغه چې جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ترکیې په انقرې کې د ناټو سرمشریزې پر مهال د ایران سره اوربند پای ته ورساوه، په ایران باندې د امریکایي ځواکونو نهم پرله پسې برید دی چې کیږي.
دا بریدونه داسې مهال کیږي چې متحده ایالاتو په اردن او عراق کې د ایران په بریدونو کې د خپلو څلورو سرتیرو وژل کیدو اعلان وکړ.
جمهور رئیس ټرمپ د دې سرتیرو وژل کیدل غمجنه پیښه بللې او ویلي چې امریکایي ځواکونه د متحده ایالاتو په خدمت کې وژل شوي.
دا مطلب هم ولولئ
امریکا په اردن او عراق کې د خپلو سرتیرو د مرګ ژوبلې تازه جزئیات خپاره کړلد جګړې وزیر پیټ هیګسیټ هم ویلي چې ددې سرتیرو وژل کیدل به د امریکایي ځواکونو اراده لا قوي کاندي.