نن دوشنبه د اګست لسمه په خټه د افغان امریکایي سوداګر، محمودشاه حبیبي د لادرکه کېدو څلورمه کلیزه ده. حبیبي په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې خپل کور ته نږدې لادرکه شو.
د طالبانو د استخباراتوعمومي ریاست محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه د هغه د موټر چلوونکي او د "اسیا مشورتي ګروپ" له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای ونیوه.
د حبیبي له نیول کېدو راهیسې تراوسه د هغه په هکله هیڅ خبر نشته او طالبانو هم د هغه د وضعیت یا د ساتلو د ځای په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړي.
محمود شاه حبیبي د افغانستان د مخکني جمهوري نظام له نسکورېدو وړاندې د افغانستان د ملکي هوانوردۍ ادارې رییس و او له نیول کېدو وړاندې یې په کابل کې له یوه مخابراتي شرکت سره د قراردادي په توګه کار کاوه.
په واشنګټن کې د افبيای (FBI) د سیمه ییز دفتر د تروریزم ضد برخې مسوول، مایکل برګوالد، د دوشنبې په ورځ د اګست په ۱۰مه ویلي چې دا اداره د پخوا په شان دیته ژمنه ده چې حبیبي خپلې کورنۍ او عزیزانو ته ستون کړي.
ښاغلي والد لیکلي چې د کورنیو په غړیو کې د حبیبي کمکۍ لور هم شامله ده چې د خپلې لومړۍ کلیزې لمانځلو راهیسې یې خپل پلار نه دی لیدلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داسې معلوماتو لپاره تر پنځو ملیونو ډالرو پورې جایزه ټاکلې چې د حبیبي د ځای موندلو، ژغورلو او بیرته ستنولو لامل شي.
د راپورونو له مخې، حبیبي د ایمن الظواهري پر استوګنځي د بې پیلوټه الوتکې له برید یوه اونۍ وروسته، د ۲۰۲۲ کال د اګست په لسمه نېټه د خپل کور مخې ته د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شو او تراوسه بې محاکمې د دې ډلې په زندان کې دی.
د محمود شاه حبیبي پلار د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له رهبر څخه په یوه لیک کې غوښتي و چې زوی یې خوشې کړي. هغه په خپل لیک کې چې په ټولنیزو شبکو کې هم خپور شو، ویلي وو چې حبیبي په یوه خصوصي شرکت کې کار کاوه چې د فضايي رادار د کنټرول مسوولیت یې درلود.