سره له دې چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو ایتلافي ډلې په پارلمان کې اکثریت نه دی ترلاسه کړی، لا هم د راتلونکي حکومت د جوړولو چانس لري، ځکه سیاسي سیالان یې هم واک ته د رسېدو او ایتلاف جوړولو په برخه کې له اختلافونو او ستونزو سره مخ دي.
رویټرز خبري اژانس د لومړنیو پایلو له مخې راپور ورکړی چې د نتنیاهو په مشرۍ د ښي اړخو او مذهبي ګوندونو ایتلاف د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو څخه ۵۳ ترلاسه کړې دي. په دې توګه دغه ایتلاف د ګادي آیزنکوټ په مشرۍ د مخالفو ګوندونو له بلاک څخه مخکې دی، چې ۴۸ څوکۍ یې ګټلې دي. عربي ګوندونو هم ۱۹ څوکۍ ترلاسه کړې دي.
د وروستیو راپورونو له مخې، د پنجشنبې د اکتوبر ۲۹مه د څه باندې ۹۶ سلنه رایو تر شمېرلو وروسته د څوکیو په وېش کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی؛ خو د غیرحاضرو رایې ورکوونکو د رایو شمېرنه لا هم روانه ده. هېڅ یوې اصلي سیاسي ډلې د حکومت جوړولو لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ نه دي ترلاسه کړې.
د ټاکنو د مرکزي کمېټې د وروستي اعلان له مخې، تمه ده چې د رایو بشپړه شمېرنه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي او رسمي پایلې به راتلونکې چهارشنبې په ورځ اعلان شي. له همدې امله د ګټل شویو څوکیو شمېرې لا هم نهایي ندي.
رویټرز د نتنیاهو د پخواني سلاکار آویو بوشینسکي له قوله لیکلي چې صدراعظم، سره له دې چې پارلماني اکثریت یې له لاسه ورکړی، خپل سیاسي دریځ یې بېرته پیاوړی کړی دی.
د اسرائیل د پوځي استخباراتو پخواني افسر او سیمهییز شنونکي دني سیترینوویچ هم ویلي چې نتنیاهو «په نه ماتې خوړلو سره بریالی شو» او وکولای شول له سیاسي ماتې ځان وژغوري.
د رویټرز په وینا، په ټاکنو کې تر ټولو مهم بدلون د اسرائیل د عربو وګړو بېسارې ونډه وه، چې د هغوی استازي ګوندونه یې د راتلونکي حکومت د جوړولو په خبرو کې اغېزناک دریځ ته رسولي دي.
د منځني ختیځ د سولې په بهیر کې د امریکا پخواني مذاکرهکوونکي ډنیس راس ویلي، عربي ګوندونه تر دې مخکې هېڅکله دومره سیاسي نفوذ ته نه وو رسېدلي.
خو د آیزنکوټ په مشرۍ د حکومت جوړول ښايي د عربي ګوندونو مستقیم یا غیرمستقیم ملاتړ ته اړتیا ولري؛ هغه انتخاب چې ښايي د نوموړي د ځینو ښي اړخو متحدینو، لکه نفتالي بېنټ او آویګدور لیبرمن، له مخالفت سره مخ شي.
په مقابل کې، شنونکي د نتنیاهو په مشرۍ د ملي یووالي حکومت د جوړېدو احتمال هم مطرح کوي، چې په هغه کې به د مخالفو ګوندونو ځینې برخې ګډون وکړي.
بوشینسکي باور لري چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولای شي له خپل سیاسي نفوذ څخه په استفادې، نتنیاهو وهڅوي چې پراخ ایتلاف جوړ کړي او ځینې سختدریځي ښي اړخي متحدین له حکومت څخه لرې کړي.
نتنیاهو له ټاکنو وروسته په خپله وینا کې د ایران د ګواښونو پر وړاندې له امریکا سره همکاري په خپلو لومړیتوبونو کې حساب کړه.
که د حکومت جوړولو خبرې ناکامې شي، ښايي په اسرائیل کې بیا ټاکنې ترسره شي. تر هغې چې د راتلونکي حکومت برخلیک روښانه کېږي، نتنیاهو به د سرپرست حکومت د صدراعظم په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي