د اقتصاد نوبل جایزه دوو امریکاییانو ته ورکړل شوه

د سویډن د شاهي علومو اکاډمۍ د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۲مه، اعلان وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د اقتصاد نوبل جایزه دوو امریکايي اقتصادپوهانو، رابرت هال او مایکل وودفورډ، ته ورکړل شوې ده.

دغې اکاډمۍ ویلي، دغو دوو اقتصادپوهانو د اقتصادي بې‌ثباتۍ د کمولو او له اقتصادي بحرانونو سره د مقابلې په برخه کې د خپلو څېړنو له امله دا جایزه ګټلې ده.

د اقتصاد د نوبل جایزې د کمېټې مشر، جان هاسلر، ویلي چې د هال او وودفورډ څېړنو د هغو اقتصادي ماډلونو نظري بنسټونه پیاوړي کړي چې حکومتونه او مرکزي بانکونه یې په ټوله نړۍ کې کاروي.

د اکاډمۍ په وینا، د دغو اقتصادپوهانو څېړنې د کورنیو او شرکتونو د اقتصادي پرېکړو د څرنګوالي په ارزونه کې مرسته کړې او د هغو ماډلونو په پراختیا کې یې ونډه لرلې چې د انفلاسیون د مهارولو، له اقتصادي رکود سره د مقابلې او د اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره کارول کېږي.

د دې جایزې ارزښت ۱۲ میلیونه سویډني کرونه دی چې شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو سره برابرېږي.

تېر کال د اقتصاد نوبل جایزه یوه اسراییلي الاصله امریکايي اقتصادپوه او دوو فرانسوي او کاناډايي اقتصادپوهانو ته د اقتصادي ودې په برخه کې د نوښت د رول په اړه د څېړنو له امله ورکړل شوې وه.