د فوټبال نړیوال جام په لوبو کې د سه شنبې په ورځ (جون ۳۰) ناروې د عاج ساحل ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته یې لار وموندله.
د ټکساس په ډالاس کې، په دې لوبه کې د ناروې فاروډ ایرلنګ هالنډ د لوبې په ۸۶مه دقیقه کې د خپل ټیم د دوهم ګول په وهلو سره نه یوازې د خپلې لوبډلې بری یقیني کړ بلکې په دغه نړیوال جام کې یې د خپلو ګولونو شمېر پنځو ته لوړ کړ.
ناروې چې په دې جام کې د پیاوړو اروپايي لوبډلو په کتار کې ګڼل کیږي، او د جام په راتلونکي پړاو کې به د جولای په پنځمه، د نیویارک – نیوجرسي په لوبغالي کې له برازیل سره مخامخ شي.
برازیل د دوشنبې په ورځ جاپان ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووت
جاپان یوازنی اسیايي ټیم وو چې حذفي پړاو ته یې لاره موندلې وه.
د دوشنبې په لوبو کې دوه نور پیاوړي ټیمونه هم له وړاندې تګ څخه پاتې شول.
پاراګوالی وکولای شول چې جرمني ته د پنالټۍ په شوټونو کې ماتې ورکړي او مراکش د پنالټۍ په شوټونو کې له هالنډ څخه لوبه وګټله.
د سه شنبې په ورځ د حذفي پړاو په دوو نورو لوبو کې فرانسه له سویډن سره او مکسیکو له اکواډور سره مخامخ کیږي.