د ورځې غوره انځورونه
د بلاروس د منسک ښار په یوې نظامي هډه کې د تشریفاتو ګارد چې له روسیې څخه د هلیکوپترو د پیرلو په مراسمو کې د تشریفاتو لپاره ولاړ دي.
د پاکستان د لاهور ښار د جامو په یوه نندارتون کې یوه مدله د واده جامو د ښودلو په حال کې.
د بنګلادیش د داکه ښار په سیند کې خلک د کبانو د ښکار لپاره د لرګیو د نصبولو په حال کې.
د جرمني د فرانکفورت ښار د کرسمس په بازار کې یوه وړه انجلۍ پر مصنوعی اسپ د سپرلي په حال کې.
د سوریې د حلب ښار د بستان الباشا سیمه چې د باشار الاسد د رژیم ځواکونو له مخالفو وسلوالو ډلو بیرته نیولې ده.
د کیوبا د انقلابی رهبر فیدل کاسترو له مرګ څخه دوه ورځې وروسته په هاوانا کې یو نارینه د ورځپاڼې د لوستلو په حال کې.