د ۲۰۱۵ کال د نومبر ۵
د مني ښکولي رنګونه د امریکا غږ مرکزي دفتر ودانۍ ته نېږدې ونو کې
په اروپا کې د پناه غوښتونکو په اړه انڅور چې د برلین پر تاریخي دیوال کښل شوي دی. دا په داسې حال کې ده چې په جرمني کې چارواکو د برلین پر تاریخي دیوال د انځور کښلو د مخنوي لپاره وسپنیزه جالۍ ایښې ده.
په بنګلادیش کې د کرکټ لوی سکور بورد چې د څو کسانو له خوا تنظیمېږي
د جنوبی کوریا د څراغونو په یوه فیستیوال کې یوه ښڅه او نارینه پر داسې یوه پله عکس اخلي چې ځمکه یې له چراغونو جوړه شوی
د سورې د دمشق ښار یو اوسیندوکی د کلاسټر راکټ تر څنګ له بایسکل سره د تېیرېدو په حال کې چې پر ځمکه لګیدلی خو چاودیدلی ندی
د هندوستان په بنګلور کې دوه موټرسایکل چلونکي د "مرگ دیوال" د نندارې د وړاندې کولو په حال کې
د متحده ایالاتو فضایی اداره یا ناسا پر داسې یوې الوتکې کار کوي چې د نورو الوتکو په پرتله ۱۱ په سلو کې لږ تیل مصرفوي
یو هندي نارینه په هغې کيږدۍ کې د څراغ ځوړندولو په حال کې چې یو فرهنګي جشن لپاره جوړه شوې ده
په چین کې ورزش کاران د الوتلو جامو سره د تمرین په حال کې