د امریکا د ملي امنیت د ادارې شبکه له 'موقت ځنډ' سره مخامخ شوې

د امریکا د متحدو ایالتونو د ملي امنیت ادارې (اېن اېس اې) د سه شنبې په ورځ [نومبر ۱۷مه] ویلي چې د دوی شبکه د مراقبت او ترمیم پرمهال له "موقت ځنډ" سره مخ شوې و خو "د ماموریت اړینې وړتیاوې" فعالې پاتې وې. د دوشنبې په ورځ هم ځېنو ستونزو بانکي سیسټم اغېزمن کړی و.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مانیلا کې خبریالانو ته وویل چې حکومت خپلې هڅې پیل کړې خو دا ډول شیان کله ناکله پېښېږي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې د سپینې مانۍ د ملي امنیت شورا سلاکار هم دی ومنله چې دا پېښې "ځوروونکې" وې خو زیاته یې کړه چې "هېڅ شواهد" نشته چې دا د مخربو عواملو له خوا رامنځته شوي دي.

روبیو وویل: "موږ تر سیسټمیک برید لاندې نه یو."

له ټکنالوژۍ سره تړلې ګډوډۍ د پنجشنبې راهیسې پیل شوې کله چې د مایکروسافټ په سیستم کې خنډ او ځنډ د اېمیل په ګډون ددې شرکت یو لړ خدماتي چارې له ګډوډۍ سره مخ کړې.

ورپسې د فدرالي هوايي چلند ادارې په ټول هېواد کې د الوتنو د درولو غوښتنه وکړه چې څلور نیم ساعته یې دوام وکړ.