د افغانستان د ملي یوالي حکومت یو کلن شو، په تصویرونو کې یې وګورﺉ

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله دواړه د انتخاباتو د ګټلو دعوه کوله، لانجې یې ډېرې وکړې خو، بلاخره، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري منځګړی شو او دواړو غاړو د ملي یوالي حکومت جوړولو ته غاړه کېښوده.

محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په ۲۹ نېټه د افغانستان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

ولسمشر غني، اجرايي ریس او د هغه مرستیالانو ته د وفادارۍ لوړه ورکړه.

د افغانستان د ملي یوالي د حکومت په لومړیو ورځو کې د کابل- واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو.

ولسمشر غني، خپل لومړنی رسمي سفر چین ته وکړ.

د ولسمشر غني دویم مهم او رسمي سفر پاکستان ته و.

اجرايي ریس عبدالله عبدالله تاجکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره یو لړ تړونونه لاسلیک کړل.

ایران ته د ولسمشر غني سفر هم ډېر مهم وبلل شو.

د افغانستان د ملي یوالي د حکومت مشران، په سپېنې ماڼۍ کې د ولسمشر اوباما میلمانه وو.

ولسمشر غني د متحدو ایالتونو کانګرس ته وینا وکړه چې ډېر وستایل شو.

د کابینې جوړول د ملي یوالي د حکومت لپاره یوه تر ټولو ستونزمن او ننګونکی کار و، چې لا هم د دفاع وزارت د سرپرست له لوري مخ ته وړل کیږي.

ولسمشر غني پاکستان ته له سفر شاوخوا شپږ میاشتې وروسته، هند ته ولاړ.

عبدالله عبدالله په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډو په څنډو کې د امریکا او چین د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یوه درې اړخیزه غونډه وکړه.

عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په اویایمې عمومي غونډې کې، د افغانستان په استازیتوب وینا وکړه.