اوباما له استرالیا سره پر ژورو اړیکو ټینګار وکړ

اوباما له استرالیا سره پر ژورو اړیکو ټینګار وکړ

د امریکا جمهور ریس بارک اوباما وايي چې د امریکا او اسټرالیا دوه اړخیزې اړیکې به د دواړو ملکونو تر منځ د ژورو اړیکو او د یوه مشترک هدف د درلودلو په وجه نورې هم پېاوړې شي.

اوباما نن د اسټرالېا د ډاروېن په ټاپو کې امریکايي عسکرو ته د خپلې وینا په لړ کې د دوهم نړیوال جنګ په زمانه په همدغه ټاپو کې د امریکايي او اسټرالیايي عسکرو قرباني ډېره وستایله.

ټاکل شوې امریکا د استرالیا په ډاروېن کې د خپل سمندري پوځ عسکر د دواړو ملکونو تر منځ د یوې موافقې له مخې ځای پر ځای کړي.

اوباما وول چې په دې ځای کې د دوهم نړیوال جنګ په دوران کې امریکايي عسکرو د اسټرالیا د عسکرو سره یو ځای قرباني ورکړه.

اوباما اعلان وکړ چې د اسټرالیا او امریکا د ملګرتیا هدف دادی چې په سیمه کې امنیت وساتل شي. اوباما امریکايي عسکرو ته وول چې ستاسې موجودیت په دې ځای کې ډېر مهم دی.