د ورځې غوره انځورونه

په اسرائیلو کې یوه ښځه د سوکوت په نامه د یهودانو د یوه مذهبي ورځې د لمانځلو لپاره په یوه کور کې د میوو د ځوړندولو په حال کې.

د تایلند په بنکاک ښار کې خلک د دغه هیواد د پاچا، بهومیبول آدولیادي، د مړینې له کبله د ژړا په حال کې.

د ملګرو ملتونو اوسنی سرمنشي، بان کي مون، انتونیو ګوتیرش ته د ښه راغلاست ویلو په حال کې. ښاغلی ګوتیرش پرتګالی دی او د ملګرو ملتونو د سازمان د نوي سرمنشي په توګه کومارل شوی دی.

د امریکا په شمالي کارولینا ایالت کې د یوه تجارتي شرکت ودانۍ او موټر چې د ماتیو په نامه د سمندري طوفان سیلاب لاندې کړي دي.

د متحده ایالاتو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند نوماند، دونالد ټرمپ، په فلوریدا ایالت کې د کپاین په حال کې.

په کولمبیا کې خلک د دولت او یوې چپي ډلې تر منځ د سولې د غوښتلو لپاره د لاریون په حال کې.