د ورځې غوره انځورونه
د هند په کلکته ښار کې یوه ښځه د هغو څراغونو د رنګولو په حال کې چې د دیوالي په نامه د هندوانو په یوه مذهبي جشن کې په معبدونو او کورونو کې ترې کار اخیستل کیږي.
د پاکستان په اسلام آباد ښار کې ماشومان چې په کثافاتو کې خوراکي توکي او نور شیان لتوي. دا ماشوما ن له سهاره تر ماښام کار کوي تر څو خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
د عراق د موصل ښار په دیرش کیلومترۍ کې د پیشمرګه قواو یو کاروان چې د جګړې لومړۍ کرښې ته روان دی.
د تایلند په بنکاک ښار کې د یوه ښاري بس مساپر چې د دغه هیواد د پاچا، بهومیبول آدولیادج، د مړینې په غم کې یې تورې او سپینې جامې اغوستې دي.
د پراګ ښار د چارلس پول انځور چې په یوه باراني ورځ اخیستل شوی دی.
د بېوزلۍ په نړیواله ورځ، یو سریلانکایي نارینه چې د یوه کانال په ککړو اوبو ځان وینځي.
د ترکیې په ګازینتیب ښار کې پولیس د هغه اپارتمان د کتلو په حال کې چې په یوې جاودنه کې ویجاړ شوی دی.
په هایتي کې هغو کورنیو ته د خوراکي توکو د ویش لړۍ چې د ماتیو په نامه په یوه سمندري طوفان کې زیانمنې شوې دي.