د ٢٠١٥ کال د اکتوبر 9

ناسا وایي، په دې انځور کې دا تورې کرښې چې شاوخوا ۱۰۰ متره اوږدوالی لري په مریخ کې د مایع اوبو ښکارندوینه کوي

د چین په پکن ښار کې د یوې ملي رخصتۍ ورځې په آخر کې د ترافیک ګڼه ګوڼه

د کوزوو د پارلمان یو غړي د حکومت او اروپایی اتحادیې تر منځ د صربیا په اړه د یو قرارداد په اعتراض کی د اوښکي بهونکي ګاز په کارولو ناسته ګډه وډه کړه

د جرمني په برلین ښار کې د نور فیستیوال یوه برخه

د ابو دوبی په نامه د متحده عربی اماراتو پر شګلنو دښتو کې د بایسکل ځغلونې تور

د هند د راجستان ایالت په جنوب ختیځ کې یوه ښځینه بزګره جوار وچوي

د شمالی کوریا د فوتبال تیم پلویان د ۲۰۱۸ نړیوال جام د یوې مقدماتی لوبې څخه مخکې

د لبنان پولیس پر هغو معترضینو اوبه شیندي چې په بیروت ښار کې د کثافاتو د زیاتوالی له کبله یې اعتراض کړی

چینایي سیلانیان د پنګویانګ په سیمه کې له یوه ۳۰۰ متري پول څخه د تیردو په حال کې چې ښیښه یی ځمکه لري