د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې ده.
د دې ډلې غړو پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د بشري او پراختیايي وضعیت، او دې وضعیت ته د نړیوال غبرګون د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه سازمان سرمنشي له طالبانو سره تعامل او عملي همکاري یوه مناسبه تګلاره بللې ده.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد اسحاق ډار، په دې غونډه کې طالبان د «ناسمو نظریاتو» په لرلو تورن کړل .
هغه وویل چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تحریک طالبان پاکستان، القاعده او داعش په ګډون د شلو څخه د زیاتو ترهګرو ډلو کوربه دی.
ډار د اسلامي همکاریو سازمان کې د افغانستان په اړه د تماس ډلې له غړو وغوښتل چې طالبان وهڅوي څو ترهګرو ډلو ته له پناه ورکولو ډډه وکړي.
د هغه بله غوښتنه دا وه چې افغان طالبان دې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي.