د 'غزې د سولې کنفرانس' کلیزه؛ امریکا: جګړه د ټرمپ په مشرۍ پای ته ورسېده

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د «غزې د سولې کنفرانس» د لومړۍ کلیزې په مناسبت ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د غزې جګړه پای ته رسېدلې او په سیمه کې د ریښتینې او دوامدارې سولې او امنیت لپاره هڅو "واقعي پرمختګونه" کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۳) په دې اړه یوه اعلامیه خپاره کړه.

په اعلامیه کې ویل شوي چې یو کال مخکې، د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران د مصر په شرم الشیخ ښار کې د ولسمشر ټرمپ ترڅنګ سره راټول شول او د "غزې د سولې کنفرانس" په ترڅ کې یې د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ له هر اړخیز پلان څخه ملاتړ اعلان کړ.

په دې اعلامیه کې ټینګار شوی چې د غزې جګړه، چې یو وخت "نه ختمېدونکې" برېښېده، د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ پای ته ورسېده. وزارت د جګړې پای ته رسېدل "یو تاریخي بدلون" بللی او ویلي یې دي چې دې د یوې نوې غزې د جوړولو لپاره زمینه برابره کړې ده.

د وزارت په وینا، دایمي اوربند، د ټولو یرغمل شویو کسانو بېرته ستنېدل، د سولې شورا جوړېدل، د غزې د ادارې لپاره د فلسطیني تخنیکي حکومت رامنځته کول او د بیا رغونې د داسې پلان چمتو کول چې د لګښتونو بشپړ اټکل پکې شامل وي، د دې بهیر له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

په اعلامیه کې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټامي پیګټ ویلي چې د دغو لاسته راوړنو سره سره، د غزې د بیا رغونې لپاره لا هم یو ستونزمن او اوږد مزل په مخ کې دی.

پیګټ ویلي: «دا لاسته راوړنې، که څه هم د پام وړ دي، خو دا یوازې د مزل پیل دی. د غزې بیا رغونه به یوه ستونزمنه او څو کلنه پروسه وي او پلي کول به یې له ګڼو ننګونو سره مل وي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې: «سره له دې، موږ د یوې داسې غزې د جوړېدو پر لور ریښتینی پرمختګ لرو چې له وسلو پاکه وي؛ داسې ځای چې فلسطینیان پکې د حماس له واکمنۍ پرته ژوند وکړای شي او اسرائیل له ریښتیني او دوامدار امنیت څخه برخمن وي.»

د ټرمپ د سولې پلان لومړی پړاو د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۰مه پیل شو. په دې پړاو کې د وخت له کوم محدودیت پرته سمدستي اوربند شامل و، چې اسرائیل او حماس دواړو پرې موافقه وکړه.

د دې هوکړې له مخې، حماس مکلف و چې ټول هغه یرغمل کسان خوشې کړي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر تر اوومې مخکې او یا د همدې برید پر مهال تښتول شوي وو او د اوربند تر پیل پورې لا هم په بند کې وو.

دا هوکړه په غزه کې له دوو کلونو جګړې وروسته وشوه. په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د حماس او نورو فلسطیني وسله والو ډلو له خوا پر اسرائیل د برید وروسته پیل شوې وه.

په دغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، ووژل شول او له ۲۵۰ نور یرغمل شول او غزې ته ولېږدول شول.

اسرائیل د دې برید په ځواب کې په غزه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې موخه یې د حماس له منځه وړل او د ټولو یرغمل شویو کسانو ازادول وو. دغو عملیاتو په غزه کې درانه تلفات واړول.

د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دې جګړه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۷۴۰۰۰ اوښتی او لږ تر لږه ۱۷۵۰۰۰ نور پکې ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت، چې د حماس تر ادارې لاندې فعالیت کوي، د تلفاتو د ثبت مسوولیت لري. د ملګرو ملتونو ادارې او نړیوال سازمانونه هم عموماً دغه شمېرې د باور وړ ګڼي.

د غزې روغتیا وزارت په خپلو شمېرو کې د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمنځ تفکیک نه کوي، خو وایي چې ښځې او ماشومان د ټولو وژل شویو شاوخوا نیمایي جوړوي.

د ایران ملاتړې حماس ډله د امریکا، اروپایي اتحادیې، اسرائیل او یو شمېر نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.