په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ عملیاتو کال وشو

د پاکستان په قبایلي سیمې وزیرستان کې د وسله والو په خلاف د پوځ د عملیاتو یو کال پوره شو. د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې دوی د یو کال په مودې کې ېې د دغه سیمې زیاتره برخه د وسله والو نه پاکه کړې او شاوخوا ۲۷۰۰ وسله وال یې وژلي دي.

په پیښور کې د سیاسي چارو کارپوه اسماعیل خان وايي چې په پاکستان کې د ضرب عضب د کامیابۍ په هکله خپلواکې منابعې څه نشی ویلي چې ترکومه حده دغه سیمه د وسله والو نه پاکه شویده خو زیاتوي چې په پاکستان کې د تیر کال په موده کې د ترهگرو بریدونه هم څه ناڅه کم شوي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

د اسماعیل خان سره د نزرانې یوسفزۍ مرکه دلته واورئ