د مصنوعي ځیرکتیا ځینې ماډلونه له کنټروله وتلي او یو شرکت یې هک کړی

د مصنوعي ځیرکتیا د OpenAI شرکت خبر ورکړی چې ځینې ماډلونه یې له کنټرول څخه وتلي او په خپل سر یې په یو بل شرکت برید کړی دی.

د OpenAI د مصنوعي ځیرکتیا څېړنیز شرکت د سه شنبې په ورځ وویل چې د پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړ شوی یو خودکار عامل د امنیتي تمرین په مهال له کنټرول څخه ووت، په خپل سر انټرنیټ ته ننوت او د هګینګ فېس په نوم د AI د یو شرکت زیربنا یې هک او زیانمنه کړه.

اوپن اې ای په یو بیان کې دا «د پرمختللیو سایبري وړتیاوو په برخه کې بې سارې پېښه» بللې او هغه ګامونه یې تشریح کړي چې ددې پیښې په غبرګون کې یې پورته کوي.

د هګینګ فېس شرکت تېره اونۍ وویل چې د خپلې عملیاتي زیربنا یوې برخې ته د نفوذ هڅه یې موندلې او ورته یې مناسب ځواب ورکړی دی.

هګینګ فیس شرکت په خپل وبسایټ کې په دغه بیان کې لیکلي: "دې پېښې له ټولو هغو پیښو سره توپیر درلود چې موږ مخکې ورسره مخ شوي وو، ځکه چې دا برید له پیل څخه تر پای پورې د یو خپلواک AI عامل سیسټم له خوا ترسره شوی و، او موږ هم تر ډېره د خپلو AI وسیلو په مرسته کشف او تحلیل کړ."

د IBM شرکت هګینګ فېس د مصنوعي ځیرکتیا او ماشیني زده کړې لپاره د همکارۍ مخکښ پلټفارم او په دې برخه کې د عامه معلوماتو سرچینه بللې ده. د یورو نیوز خبري سرچینې هم هګینګ فېس د AI ټکنالوژۍ د معلومات یوه سرچینه بللې ده.

د اوپن اې ای اجرائیوي رئیس سام الټمن په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د سنا مجلس په یوه استماعیه غونډه کې د ورته احتمالي پېښو په اړه خبرداری ورکړی و.

سام الټمن وویل: "زما تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې موږ، یعنې دا ساحه، دا ټکنالوژي او دا صنعت، نړۍ ته د پام وړ زیان ورسوي. زه فکر کوم چې دا کار په ډېرو بېلابېلو لارو ممکن دی."

هګنګ فېس د جولای ۱۶مې په بیان کې ویلي چې د خپلو شریکانو او مراجعینو پر معلوماتو باندې د ممکنه اغیزو په اړه پلټنې کوي او له اغیزمنو سره به مستقیم تماسونه ونیسي.

شرکت همداراز ویلي: "موږ د سایبري امنیت له عدلي او تخنیکي متخصصینو سره کار کوو څو پېښه وڅېړو او پر خپلو امنیتي تګلارې او پالیسیو له سره غور وکړو."

هګینګ فېس ویلي چې د پیښې په اړه یې امنیتي ادارو ته هم خبر ورکړی دی.

د ChatGPT ستر ژبنی ماډل چې د اوپن اې ای لخوا جوړ شوی، مني چې د AI د نورو ټکنالوژیو په څېر دا ماډل هم د ګټورو او هم د زیان رسوونکو موخو لپاره کارېدلی شي.