پاکستان د ډیورینډ کرښي په اوږدو کې خندق کیندي

  • خلیل بړیڅی

پاکستاني چارواکي وايي، چې دغه خندق ۴۸۰ کلومېتره اوږدوالی لري چې له کندهار به تر پکتیکا پورې وکېندل شي

دغه خندق د کندهار د معروف ولسوالۍ سره نژدې د ډیورینډ کرښې جنوب ته کېندل کیږي.

پاکستاني چارواکي وايي چې دغه خندق۴۸۰ کلومېتره اوږدوالی لري چې له کندهار به تر پکتیکا پورې وکېندل شي.

جنرال عبدالرازق وایی پاکستان نشې کولالي د دی خندق د کندلو د لارې دی د کړښې په دواړو خواو پراته پښتانه قبایل سره بیل کړی

خندق اته فوټه ژوروالی او لس فوټه اوږدوالی لري. دغه خندق د پاکستان خواته د ډیورند د کرښې په شاو خوا شپږ سوه مېترې کې کېندل کیږي.

آزاد خبریال جمال ترکی

پاکستاني چارواکي واېي د خندق د کندلو مقصد د قاچاق کوونکو ، د وسلوالو کسانو او د خلکو د ناقانونه تګ راتګ مخنیوی دی.

دا کنده اته فوټه ژوروالی او لس فوټه اوږدوالی لري . تر اوسه پوري يي ۲۵۰ کلوميټره کار مکمل سوي

د پاکستان سرحدي ځواکونو د کوټې ځیني سیمه اییز خبریالان د قلعه سیف الله د مرغه فقرزي سیمې ته وروستلي چې د خندق د کیندلو په اړه معلومات ورکړې، په دغو خبریالانو کې آزاد خبریال جمال ترکی هم شامل و.

ښاغلي ترکي، د امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان د سرحدي ځواکونو (مليشو) يو ډگروال فهیم بابر دوی ته وویل چې دغې لارې د قاچاقي موادو وړلو راوړلو د پاکستان اقتصاد ته زیان رسولی دی چې باید یې مخه ونیول شي. ده ونه ویل چې د دغې خندق کارونه به کله پای ته ورسیږي.

نومړي زیاتوي چې پاکستانې چارواکې ورته ویلې، چې پاکستان به د ایران او پاکستان سرحد ترمنځ هم داسي خندقونه وکیندي.

د یادوینې وړ ده چې څه موده وړاندې په دغې سیمي کې د افغان او پاکستاني سرحدی ځواکونو تر منځ نښته هم شوي وه، او دواړو خواو ته تلفات اویښتې ول.

دغه پوځي جنرال دا خبره هم کړې چې له دغې لارې د قاچاقو موادو وړلو راوړلو د پاکستان اقتصاد ته زیان رسولی دی چې باید یې مخه ونیول شي.

د امریکا غږ دغه خندق د کېندلو په اړه د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وپوښت ، هغه وویل چې څو میاشتې دمخه یې له پاکستاني سرحدي ځواکونو سره د کندهار په معروف ولسوالۍ کې له هغې وروسته نښته وکړه چې هغوی د ډیورنډ کرښې پر صفري نښې د خندق کېندل پیل کړل.

پاکستانې چارواکې ورته ویلې، چې پاکستان به د ایران او پاکستان سرحد ترمنځ هم داسي کندې وکندي.

جنرال عبدالرازق وايي کابل ورته لارښونه کړې چې «د افغانستان، پاکستان او د ناټو ځواکونو درې اړخیزه کمیسون په دې تفاهم کړی چې پاکستان ته اجازه ورکړې چې په خپل طرف کې د ډیورینډ کرښې ٦٠٠ متره دننه خندق ووهي چې د ترهگرو او قاچاق کوونکو د تګ راتګ مخه ونیول شي.»

خو له دې سره سره ښاغلي رازق پاکستان تورنوي چې په دې کار سره غواړي د ډیورنډ کرښې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحد حیثیت ورکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښه تقريبا٢٦۴٠ کلومیټره ده. په دغه کرښه د تگ او راتگ آسانه دی او دا لومړی ځل دئ چي پاکستان د خندق کنيدل پیل کړی دی.

پاکستانې چارواکې واېې، چې ددغه خندق کیندل به د دواړو هيوادونو دپاره ګتور ثابت شی او دغه راز به د امنيټ په ټینگښت کې هم د دواړو هیوانو سره مرسته وکړي.