په ځانمرګي برید کې ۶ پاکستانې عسکر وژل شوي

په ځانمرګي برید کې ۶ پاکستانې عسکر وژل شوي

د یوه ځانمرګي د بم په چاودنه کي د پاکستان په شمال لویدیځ کي لږترلږه شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

پولیسو وویل چي حمله کونکي نن د شنبې په ورځ خپل موټر چي بمونه یې په کي ایښي وو، د خیبر پښتونخواه د بنو په ولسوالي کي د ملیشه عسکرو د یوې ودانۍ پر خوا وروست او هغه یې وچاوه.

په دې چاودنه کي د سرحدي ملیشو لږ تر لږه دوولس غړي زخمي شوي هم دي. ددې حملې هدف د ( توشي څارندویانو ) په نامه د کمپ دفترونه وو.

پاکستاني طالبانو ویلي دي چي دا حمله دوي کړې ده.

د طالبانو یوه نطاق ( احسان الله احسان ) وویل چي دوي دا حمله د خپل یوه قوماندان ( تاج گل ) د قتل په بدل کي وکړه چي د جنوبي وزیرستان په قبایلي سیمه کي د امریکا د بې پیلوټه الوتکي په یوه وروستۍ حمله کي وژل سوی و.

د طالبانو نطاق دا هم وویل چي د خیبر پښتونخواه د ولایت د ټانک په ولسوالي کي د ملیشه قواو په یوې پوستې باندي د جمعې د ورځي حمله هم دوي کړې ده. رپوټونه وایي چي په دې حمله کي یو عسکر وژل شوی او ١٥ نور ورک دي.

آحسان وایي چي هغوي طالبانو تښتولي دي.