نوي امنیتي پیښې د اسلام‌اباد او کابل اړیکې ترینګلې کړي

عکس- ارشیف

د‌ پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې او په دې اړه یې خبرداری ورکړی دی. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل د پاکستان د پوځ دغه ډول ادعاوې رد کړي او پر اسلام‌اباد یې تور پورې کړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ملکي خلکو د اوسېدو سیمې په نښه کوي.

د پاکستان د پوځ د لوی درستیز، فیلډ مارشال سید عاصم منیر له لوري له سرحدي سیمو د لیدنې پر مهال دغه ادعاوې داسې مهال کېږي، چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ میاشتې له لنډمهاله اوربند وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله تاوتریخوالي یو ځل بیا زیاتې شوې دي.

اسلام‌اباد په ځانګړې توګه کابل تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشرانو ته یې پناه ورکړې او له نیابتي ډلو سره همکاري کوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ د هغه هېواد د امنیتي ځواکونو د داخلي کمزورۍ پایله ده. طالبانو ټینګار کړی چې اسلام‌اباد باید د خپل د امنیتي ناکامیو پړه پر کابل وانه چوي.

طالب چارواکو همداراز ادعا کړې چې د پاکستان پوځ په وروستیو بریدونو کې د کونړ ولایت په ګډون ملکي تاسیسات او یو پوهنتون هم په نښه کړی دی.

په همدې تړاو، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې د بریدونو پر وړاندې سخت اعتراض څرګند کړی دی. پاکستان بیا دا ادعاوې "پرله‌پسې تبلیغات" بولي.

دا پداسې حال کې ده چې تېره میاشت د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې خپل اوج ته ورسېدې او د اوربند له پای ته رسېدو وروسته په تر ټولو خونړۍ پېښه کې، په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز هوايي برید وشو.

د طالب چارواکو په وینا، په دې برید کې شاوخوا ۴۱۰ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.

همداراز، د دوشنبې ورځې په وروستیو بریدونو کې د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ لږ تر لږه درې ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴ نور، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، دغو بریدونو ملکي زیربناوو ته پراخ زیانونه اړولي، چې پکې دوه ښوونځي، یو روغتیايي کلینیک او دوه جوماتونه شامل دي.

له بلې خوا، د سعودي عربستان، چین، قطر او ترکیې په څېر هېوادونو د نړیوالو منځګړیتوب هڅې تر اوسه یوازې د اختر په ورځو کې لنډمهال اوربندونه رامنځته کړی، خو کومه دوامداره موافقه نه ده ترلاسه شوې.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، ستیفن دوجاریک، خبرداری ورکړی چې روانې نښتې د سیمې زیانمن خلک له جدي خطر سره مخامخ کړي او بشري مرستو ته اړتیا یې په بې‌ساري ډول زیاته کړې ده.

د هغه په وینا، د دې وضعیت دوام نه یوازې امنیتي ستونزې ژوروي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم سخت زیانمنوي او مهم سرحدي لارې په پرله‌پسې ډول تړل کېږي.