راسموسن: پاکستان د افغانستان د مسلې په حل کې مهم رول لوبوي

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداي د ناټو په بلنه ددغه تړون په سرمشریزه غونډه کې په شیکاګو کې برخه اخلي. د ناټو عمومي منشي اندراس فاغ راسموسن وايي چې پاکستان د افغانستان د شخړې په حل کې مهم رول لوبوي.

د ولسمشر زرداري ویاند فرحت الله بابر د امریکا غږ ډیوې راډیو ته په مرکه کې وویل چې ښاغلی زداري به د ناټو غړو هیوادونو ته په غونډه کې ووايي چې د ترهګرۍ پرضد جګړه یواځي په توره، وسلو او مرمیو نه کېږي. بابر زیاته کړه چې په قبایلي سیمو کې اقتصادي پرمختګ تر ټولو مهمه مسله ده ځکه بې کاري او غربت خلګ ترهګرۍ ته هڅوي.

د ناټو غونډه پر هغو پلانونو باندي تمرکز کوي چې په لړ کې به یې په تدریجي ډول د امنیت د مسولیت چارې د ناټو څخه و افغان ملي امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي او د دې کار سره به د ۱۳۰ زرو بهرنیو ځواکونو دپاره لاره هواره شي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري د افغانستان څخه ووځي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د امریکا غږ ډېوې راډیو ته وویل چې پاکستان د سولې په پېچلي بهیر کې ونډه لري ځکه د افغانستان د وسله والو مخالفینو ځالې په پاکستان کې دي. ښاغلي فیضي وویل چې افغان ولسمشر حامد کرزی او د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداي به په شیکاګو کې سره وګوري.