د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د پولیسو د ګزمې په یو موټر د وسلوالو کسانو په برید کې پنځه پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
دا برید د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۲۴) د کوهات په سیمه کې شوی. یوه ورځ مخکې هم کوهاټ ته نږدې د کرک په ښار کې د وسلوالو کسانو په برید کې درې پاکستاني پوځې ملیشې ووژل شول.
د پاکستاني پولیسو د یوې اعلامیې په اساس، د کوهاټ د برید په وژل شویو کې یو "لوړپوړی پولیس" هم شامل دی.
پاکستاني چارواکو ویلي په برید کې دوه ملکي وګړي چې زیات ټپیان شوي وو، په روغتون کې مړه شوي.
تراوسه پورې هېڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی، خو پخوا د تحریک طالبان پاکستان، داعش او بلوڅ بېلتون غوښتونکو د پاکستان په امنیتي ځواکونو د بریدونو مسؤلیتونه منلي.
په تېرو څو کلونو کې په پاکستان کې د تندلارو بریدونه زیات شوي او پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشت تندلاري دا ډول بریدونه تنظیموي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا ردوي او ویلي یې دي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې د کوم بل هېواد په ضد فعالیت وکړي.
له هغې وروسته چې طالبان په افغانستان کې حاکم شوي دي، د پاکستان پوځ د افغانستان په خاوره کې څو ځلې هوایي بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې د هغو تندلارو مرکزونه یې په نښه کړي چې د پاکستان په خلاف فعالیت کوي.
پاکستان د روانې اونۍ په پیل کې هم په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې هوایي بریدونه وکړل. ملګرو ملتونو تائید کړې چې د ننګرهار په بریدونو کې "د ښځو او ماشومانو په ګډون، لږ تر لږه ۱۳ملکي وګړي وژل شوي او ۷تنه نور ټپیان" دي.
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د افغانستان له رسنیو سره په مرکې وویل چې د پاکستان دا اقدام به بې ځوابه پاتې نشي.
مجاهد په یوې مرکې کې ویلي: "موږ د پاکستان په څېر ملګي وګړي نه په نښه کوو، بلکې موږ اصلي جنایتکاران چې پاکستاني پوځیان دي، په نښه کوو."
مجاهد د خپلې مرکې دا برخه د اېکس په ټولنیزې شبکې کې خپره کړې ده.