یوناما: د پاکستان په بریدونو کې لسګونه افغانان وژل شوي او سلګونه ټپیان شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان په پوځي بریدونو کې ۶۱۳ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما د یکشنبې په ورځ (د فبرورۍ اتمه) په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې دا د افغان وګړو د مرګ ژوبلې ترټولو لوی شمېر دی چې د پاکستان د بریدونو له امله رامنځ ته شوی.

په راپور کې راغلي چې یوناما یوازې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درېو میاشتو کې په افغانستان کې "د پاکستاني ځواکونو له لوري د ملګي وګړو د ۷۰ کسانو وژل او ۴۷۸ نورو ټپیان کېدل" مستند کړي دي. راپور زیاتوي چې په دې مودې کې د افغانستان د "برحاله امنیتي ځواکونو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ په کې د سرحدي تاوتریخوالي" کچه لوړه وه.

په دې راپور کې په پکتیکا، کابل او خوست ولایتونو کې د پاکستان هوایي بریدونه، او همدارنګه په تورخم کې د پاکستانی ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شاملې دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي ادعا کوي چې د پاکستاني بریدونو په پایله کې ماشومان او ښځې هم وژل شوي دي.

یوناما له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې باید د جګړو په مهال د ملکي وګړو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور په اساس، د پاکستان حکومت ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان له خاورې پر دغه هېواد د بریدونو په پایله کې ۳۸۷ پاکستانی وګړي وژل شوي او ۷۲۸ نور ټپیان شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ سرحدي شخړې زیاتې شوې دي چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې تړل شوې دي.

پاکستان تل د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په ملاتړ تورن کړی او ادعا کوي چې د پاکستان د بې ثباتۍ ریښه په افغانستان کې ده؛ خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دا ادعا ردوي او د پاکستان ناامني يې "د هغه هېواد داخلي مسله" بللې ده.