په پاکستان کې په کلیساوو بریدونه شوي دي

په پاکستان کې مسیحي لږکي چارواکي تورنوي چې د دوی د امنیت په راوستلو کې پاتې راغلي دي.

په پاکستان کې چارواکي وايي په لاهور کې د کلیساوو مخې ته دوه غبرګي ځانمرګي بریدونه شوي دي، لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ژوبل دي.

ډاکټران وايي چې په ژوبلو شویو کسانو کې د ۳۰ کسانو حالت خراب دی.

عیني شاهدان وايي دوو وسله والو د یکشنبې په ورځ کلیسا ته پر روانو عبادت کوونکو ډزې پیل کړې او کله چې امنیتي ځواکونو د برید ګرو د مخنیوي هڅه وکړه، هغوی هم په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول.

د ژغورنې د ډلې ویاند سجاد حسین رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ښايي مرګ ژوبله نوره هم زیاته وي.

چارواکي واکي د پاکستاني طالبانو یوې ډلې جماعت الاحرار د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی.

له برید لږ وروسته یو شمېر مسیحیان سړکونو ته را ووتل او چارواکي یې تورن کړل چې د دوی په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.