ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې د پست له لارې د رای اچوونې د بندولو ژمنه وکړه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، دونالډ ټرمپ، وایي چې د دې هېواد په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو پېژند پانه باید د "هرې رایې" یوه برخه وي او "هېڅ استثنا" باید نه وي.

ولسمشر ټرمپ د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي چې د استثنا د له منځه وړلو په موخه به یو اجرایي فرمان لاسلیک کړي.

ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي دي چې "یواځې رایه پانه وکاروئ" او د پست له لارې رای اچوونه یې منع کړې ده. خو د ده په وینا هغه کسان چې "ډېر بیماران وي یا هغه پوځیان چې په لیرو پرتو سیمو " کې دنده ترسره کوي، له دې امر څخه مستثنی دي.

د متحدو ایالتونو د تاکنو کمیسیون چې په ټاکنیزو چارو کې مرسته کوي، د شمېرو په اساس د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې ۳۰سلنه رایه ورکوونکي د پست له لارې رایه ورکړه وه.

ولسمشر ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې هم د پست له لارې رایه اچونه غندلې وه او ویلي وو چې امریکا "یواځنی هېواد" دی چې له دې طریقې څخه کار اخلي او هغه یې "فاسد" بللې و.