د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، ویلي دي چې تر هغه وخته پورې چې د افغانستان د طالبانو حکومت له پاکستاني سختدریځو ملاتړ کوي او هغوی ته پناه ورکوي، د اسلاماباد او کابل ترمنځ اړیکې به عادي نه شي.
طاهر اندرابي د پنجشنبې په ورځ په اسلاماباد کې یوې خبري غونډې ته وویل چې پاکستان نشي کولای سختدریځي فعالیتونه او یا هغه بریدونه وزغمي چې سرچینه یې د افغانستان خاوره وي.
“د افغانستان په داخل کې داسې عناصر شته چې د سولې او قانون پر ضد دي او پر پاکستان د ترهګریزو بریدونو په پلان جوړولو بوخت دي.
پوښتنه دا ده چې د طالبانو حاکم حکومت د دغو ترهګرو عناصرو د کنټرول، شنډولو او څېړلو وړتیا تر کومه حده لري.”
د افغانستان د طالبانو حکومت تل د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې د پاکستاني سختدریځو ملاتړ کوي، او ویلي یې دي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي.
طالبانو همداراز ویلي چې په پاکستان کې خراب امنیتي وضعیت د هغه هېواد د لوړپوړو چارواکو د بېکفایتۍ پایله ده، او د دې ډلې په وینا، پاکستان باید د خپلو ناکامیو پړه د طالبانو پر حکومت وانچوي.